کابل ۔ 7 جون (اے پی پی) د ایرانی پولیس د ډزو له امله د افغان كډوالو په يو ګاډي اور ولګېدو چې په نتيجه كښې ئې درې كډوال ووژلې شؤ۔ د افغان خارجه وزارت له مخې ايراني چارواكو دا منلې دي چې په يزد ولايت كښې د رامخې ته شوې دې پېښې ذمه واري په ايراني پوليس راځي۔ د اړوندو اهلكارو په ضد كارروائي پېل كړې شوې ده۔ د …
د 3 كډوالو په وژل كېدو د افغانستان لخوا د ايران غندنه

مزید خبریں
کابل ۔ 7 جون (اے پی پی) د ایرانی پولیس د ډزو له امله د افغان كډوالو په يو ګاډي اور ولګېدو چې په نتيجه كښې ئې درې كډوال ووژلې شؤ۔ د افغان خارجه وزارت له مخې ايراني چارواكو دا منلې دي چې په يزد ولايت كښې د رامخې ته شوې دې پېښې ذمه واري په ايراني پوليس راځي۔ د اړوندو اهلكارو په ضد كارروائي پېل كړې شوې ده۔ د افغان خارجه وزارت لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې تحقیقاتو كښې پېش رفت نه وروستو به كابل حكومت په دې اړه ګامونه پورته كوي۔ درې مياشتې وړاندې د ايران او افغانستان په پوله رامخې ته شوې يوه پېښه كښې د درځنونو په شمېر افغان وګړي وژلې شوي وو۔ په دغه پېښه كښې ايراني محافظانو افغان كډوال بېرته تللو له درياب ته په كوزېدو مجبور كړې وو۔ بلخوا ايراني محافظان دا تورونه رد كوي







