د نسل پرستۍ په ضد ګرده نړۍ كښې لاريونونه

واشنګټن ۔ 7 جون (اے پی پی) د مئي په 25 مه نېټه د سياه فام امريكائي وګړي جارج فلوئډ ميناپولس كښې د پوليس اهلكارو دلاسه د مړ كېدو پېښې نه وروستو د پېل كړې شوي احتجاج لړۍ ګردې نړۍ ته غزېدلې ده۔ د اروپا او آسيا نزدې ټولو ښارونو كښې د نسل پرستۍ او پوليس لخوا د طاقت كارولو په ضد لاريونونه وويستلې شول۔ دا لاريونونه زياتره سولييزې پاتې …

واشنګټن ۔ 7 جون (اے پی پی) د مئي په 25 مه نېټه د سياه فام امريكائي وګړي جارج فلوئډ ميناپولس كښې د پوليس اهلكارو دلاسه د مړ كېدو پېښې نه وروستو د پېل كړې شوي احتجاج لړۍ ګردې نړۍ ته غزېدلې ده۔ د اروپا او آسيا نزدې ټولو ښارونو كښې د نسل پرستۍ او پوليس لخوا د طاقت كارولو په ضد لاريونونه وويستلې شول۔ دا لاريونونه زياتره سولييزې پاتې شوې ولې په ځينې ښارونو كښې د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځه د ټكر راپورونه هم رامخې ته شوي دي۔ دا لاريونونه “د تورو ژوند هم مهم دے” سرخط لاندې ويستلې شي۔ د خالي په شپه د امريكا پلازمينه واشنګټن كښې يو لوئے لاريون وويستلے شو۔ امريكا كښې تر دې دمه د پرله پسې دولس ورځو نه احتجاج روان دے۔

مزید خبریں