ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د ځينو هېوادونو لخوا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مستقل غړيتوب ترلاسه كولو هڅې د 21مې پیړۍ د جمهوري اصولو په ضد دي۔ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي سلامتي كونسل كښې د اصلاحاتو په اړه د يوې مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو سره ووئيل 21 پیړۍ كښې د داسې كومې قامي يا نړيوالې ادارې د …
سلامتي كونسل كښې په اصلاحاتو خبرې د دې كبله ځنډېدلي چې ځينې هېوادونه خصوصي حېثيت غواړي
ملګري ملتونه 07 فروري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د ځينو هېوادونو لخوا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مستقل غړيتوب ترلاسه كولو هڅې د 21مې پیړۍ د جمهوري اصولو په ضد دي۔ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي سلامتي كونسل كښې د اصلاحاتو په اړه د يوې مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو سره ووئيل 21 پیړۍ كښې د داسې كومې قامي يا نړيوالې ادارې د چلولو تصور ناممكن دے چې جمهوري اصول نه لري۔نن په سلامتي كونسل كښې په اصلاحاتو خبرې اترې يوازې پھ دې سوب د ځنډ ښكار دي چې ځينې هېوادونه كوم چې د جمهوري نمائندګۍ د اصولو او احتساب نفي كوي٬خپل ځان لپاره د خاص حېثيت غوښتونكي دي۔پاكستانې استازې ووئيل په سلامتي كونسل كښې پھ دې اړه كوم اختلافات نشته چې دا اداره بايد د 21مې پیړۍ د حقائقو عكاسي وكړي۔پھ دې پس منظر كښې د ځينو هېوادونو ځان د سلامتي كونسل د مستقل غړيتوب كانديد ګرځول سم نه دي ولې چې په دې اړه په كوم معيار دوي ځان تللي په دغه نور هېوادونه دوي نه هم وړاندې روان دي۔دې ووئيل ملګرو ملتونو په چارټر كښې د سلامتي كونسل د مستقل غړيتوب لپاره معيار ټاكلې شوې كوم چې بايد ټولو لپاره يو وي۔دې ووئيل د افريقائي هېوادونو لخوا د سلامتي كونسل د مستل غړيتوب غوښتنه بېله ځكه ده چې دا د يو هېواد د اړخه نه بلكې د منطقې لخوا ده











