نیوزی لینډ كښې پرله پسې د 13 ورځو نه د كورونا وائرس كوم كيس رامخې ته نشو، د روغتيا محكمې مشر

ویلنګټن 04 جون (اے پی پی) نیوزی لینډ كښې د تيرو 13 ورځو راهسې د كورونا وائرس كوم كيس نه دې رامخې ته شوے۔دا خبره د نیوزی لینډ د روغتيا محكمې مشر ایشلے بلوم فیلډ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې كړې۔ نیوزی لینډ هیرالډ راپور له مخې ایشلے بلوم فیلډ وئيلي دي هيواد كښې دا مهال د كورونا وائرس يو ايكټيو كيس شته هغه هم په تندۍ سره ښه كيږي۔