نوې ډيلې 01 جون (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره تر تشویشناك حد زياته شوې، هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميره يو لكهه 90 زره څخه زياته شوې۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال يو ځل بيا ريكارډ زياتوالې رامخې ته شوے او8392 نوو رنځورانو سره د ځپلې شوو …
هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره يو لكهه 90 زره ته ورسيده

مزید خبریں
نوې ډيلې 01 جون (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره تر تشویشناك حد زياته شوې، هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميره يو لكهه 90 زره څخه زياته شوې۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال يو ځل بيا ريكارډ زياتوالې رامخې ته شوے او8392 نوو رنځورانو سره د ځپلې شوو كستانو شميره 190622 ته رسيدلې ده۔ چارواكو له مخې په دې مهال په هند كښې د كورونا له امله نور 230 كسان مړه شوي او دې سره د مړو شميره 5394 ته رسيدلې ده۔ هند تر ټولو زيات ځپلې شوو هيوادونو فهرست كښې فرانس او المان څخه وړاندې شوے او 7م لمبر ته راغلے۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله په مهاراشټر ریاست ، تامل ناډو، دهلی او ګجرات كښې تر ټولو زيات كيسونه رامخې ته شوي دي







