ټوله نړۍ كښې د كورونا له امله د ځپليو او د مرګونو شميره پرله پسې زياتيږي

واشنګټن/لندن 01 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې كېدونكو او د مرګونو شميره پرله پسې زياتيږي،بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره درې لاكهه 74 زره څخه زياته شوې دغسې د مصدقه كيسونو شميره 62 لاكهه 67 زره څخه زياته ده۔د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې امریكا اوس هم د كورونا له امله تر ټولو …

واشنګټن/لندن 01 جون (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې كېدونكو او د مرګونو شميره پرله پسې زياتيږي،بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره درې لاكهه 74 زره څخه زياته شوې دغسې د مصدقه كيسونو شميره 62 لاكهه 67 زره څخه زياته ده۔د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې امریكا اوس هم د كورونا له امله تر ټولو زيات ځپلے هيواد دے چرته چې د مړو شميره يو لكهه 6 زره څخه زياته شوې ٬ دغسې هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 18 لكهه 37 زره 170 ته رسيدلې ده۔ د امریكې جانز هاپكنز يونېورسټۍ له مخې برازیل كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 5 لكهه 14 زره څخه زياته ده دغسې د مړو شميره 29341 ته رسيدلې ده ۔ روس كښې د مصدقه ځپلو كسانو شميره 4 لاكهه 5 زره څخه زياته ده دغسې د مړو شميره 4693 ده۔ برتانیه كښې تر اوسه د وبا له امله 38489 كسان مړه شوي دغسې د ځپلې شوو كسانو شميره دوه لكهه 74 زره څخه زياته ده۔ سپین كښې د ځپلې كسانو شميره دوه لكهه 86 زره څخه زياته ده او دغسې د مړو شميره 27127 ته رسيدلې ده۔ اټاليا كښې د مړو شميره 33415 ده دغسې د مصدقه كيسونو شميره دوه لكهه 33 زره څخه زياته ده۔ فرانس كښې تر اوسه يو لكهه 88 زره څخه زيات كسان د وائرس ښكار شوي دغسې د مړو مشيره 28802 ته رسيدلې ده ۔ المان كښې د ځپلې شوو كسانو مجوعي شميره يو لكهه 83 زره څخه زياته شوي دغسې د مړو شميره 8605 ته رسيدلې ده۔ هند كښې هم تر اوسه د كورونا له امله 5408 كسان مړه شوي او د مصدقه كيسونو شميره يو لكهه 91 زره ته رسيدلې ده ۔ ټوله نړۍ كښې دا مهال د رنځورانو شميره 6,267,407 ته رسيدلې دغسې تر اوسه د كورونا له امله 373,961 كسان مړه شوي۔ تركیه كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره يو لكهه 63 زره څخه زياته شوې۔ د كورونا وائرس له امله ټول هيواد كښې تر اوسه 4540 كسان مړه شوي۔ بلخوا په مصر كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 25 زره څخه زياته شوي۔چارواكو له مخې مصر كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 959 كسان مړه شوي دي۔

مزید خبریں