هند بايد مقبوضه كشمير كښې خونريزي بند كړي او د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د سپېځلو ټاكنو كولو اجازه وركړي۔ نړيواله ورورولي بايد مقبوضه كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو خلاف ورزو او په بې ګناه كشميري اولس د هندي ځواكونو زور ظلم او زياتۍ په ضد غږ پورته كړي او كشميري اولس سره 70 كاله وړاندې شوې وعدې وپالي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف

اسلام آباد ۔ 05 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف په هند زور راوړے چې هغه دې مقبوضه كشمير كښې خونريزي بند كړي او د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د سپېځلو ټاكنو كولو اجازه وركړي۔ هند د تېرو 7 لسيزو څخه د مقبوضه كشمير اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو نه انكار كوي د كوم وعده چې دوئي سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل …

اسلام آباد ۔ 05 فروری (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نواز شریف په هند زور راوړے چې هغه دې مقبوضه كشمير كښې خونريزي بند كړي او د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د سپېځلو ټاكنو كولو اجازه وركړي۔ هند د تېرو 7 لسيزو څخه د مقبوضه كشمير اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو نه انكار كوي د كوم وعده چې دوئي سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خپلو قراردادونو د لارې كړې۔ نړيواله ورورولي بايد مقبوضه كشمير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو خلاف ورزو او په بې ګناه كشميري اولس د هندي ځواكونو زور ظلم او زياتۍ په ضد غږ پورته كړي او كشميري اولس سره 70 كاله وړاندې شوې وعدې عملي كړي۔ د كشمير يووالي ورځې په مهال خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاکستانې اولس د كشمير يو والي ورځ لمانځلو كښی خپلو كشميري وروڼو سره يو برابر شريك دي او د بنیادی بشري حقونو او په خاص توګه د خپلواكۍ حق ترلاسه كول له د دوئي د جائزو ھڅو به اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ ۔وزیر اعظم نواز شریف ووئيل زه د كشميري اولس قربانو ته سلام كوم او د جموں وكشمير په اړه د پاكستان د اصولي دريځ پخلې كوم۔ ده ووئيل د جموں و کشمیر ستونزه د هند د وېش نيمګړې ايجنډا او د سلامتي كونسل د ټولو نه پخوانۍ مسئله ده۔ ده ووئيل پاكستان د قابض هندي ځواك لخوا په كشمير اولس د وحشيانه ظلم ٬ مرګ او ژوبل او رياستي ترهګرۍ غندنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل د هندي ځواكونو لخوا د پېلټ ګنز كارولو سره 150 نه زيات كشميريان د سترګو نظر څخه محروم شوي دي۔ ده ووئيل د تېرو څو مياشتو په مهال 12 زره نه زيات كسان په غېر قانوني توګه نيولې شوي دي۔ وزیر اعظم ووئيل د هند غېرتي اولس د خپل جائز حق لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل جموں و کشمیر د پاكستان او هند ترمينځھ بنيادي ستونزه ده ددې ستونزې هواري نه غېر منطقه كښې د امن او خوشحالۍ خوب ريښتيا كېدې نه شي۔