مصر د سي پېك برخه جوړېدو كښې خوښي لري۔ دې سره به د اقتصادي راهدارۍ معاشي ګټې افریقا ، اروپا او ترمنځني ختيز ورسي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد ۔ 05 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي مصر پاك چين اقتصادري راهدارۍ كښې شاملېدو كښې خوښي ښكاره كړې۔ د مصر دې وړاندېز سره به د اقتصادي راهدارۍ معاشي ګټې افریقا ، اروپا او ترمنځني ختيز ورسي۔ سپيكر ووئيل علامه اقبال اسلامي نړۍ يو كولو له د " نیل نه تر كاشغر‘‘ چې كومه نظريه وړاندې كړې وه اوس هغې ته د …

اسلام آباد ۔ 05 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق وئيلي دي مصر پاك چين اقتصادري راهدارۍ كښې شاملېدو كښې خوښي ښكاره كړې۔ د مصر دې وړاندېز سره به د اقتصادي راهدارۍ معاشي ګټې افریقا ، اروپا او ترمنځني ختيز ورسي۔ سپيكر ووئيل علامه اقبال اسلامي نړۍ يو كولو له د ” نیل نه تر كاشغر‘‘ چې كومه نظريه وړاندې كړې وه اوس هغې ته د عملي شكل وركولو وخت راغلے۔ د دې خيالاتو څرګندونه سپيكر خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د زيارت په ورځ پاكستان كښې د مصر سفير شريف شاهين سره پارلمان كښې د ملاقات په مهال مصري سفير د اقتصادي راهدارۍ د برخې جوړېدو وړاندېز راكړے كوم چې خوشبين دے۔ ده ووئيل دې سره به د اقتصادي پرمختګ لارې پرانستلې شي او په كم قيمت او د محفوظو لارو د لارې به چين سره تجارت ممكن شي