هر پاكستانې وګړې د كشمير د آزادۍ ملاتړ او د هندي جارحيت غندنه كوي۔ د ملګرو ملتونو قراردادونه كه مشرقي تېمور ته آزادي وركولې شي نو كشميريانو ته ولې نه۔ مونږ به د كشميري وروڼو او خوېندو غږ سره خپل غږ سم پورته كوؤ۔ په جمهوريت باور لرونكې د نړۍ هر قام كشميري اولس سره دے۔ كشمير سره د يو والي ورځ د يو غږ پورته كولو ورځ ده ” هندي ځناورو كشمير خالي كړۍ”ِ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق كشميريانو سره د يووالي ورځې په مهال ويستلې شوې رېلي ته خطاب او ميډيا سره خبرې

لاهور۔5 فروری(اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي هر پاكستانې وګړې د كشمير د آزادۍ ملاتړ او د هندي جارحيت غندنه كوي۔ د ملګرو ملتونو قراردادونه كه مشرقي تېمور ته آزادي وركولې شي نو كشميريانو ته ولې نه۔ مونږ به د كشميري وروڼو او خوېندو غږ سره خپل غږ سم پورته كوؤ۔ په جمهوريت باور لرونكې د نړۍ هر قام كشميري اولس سره دے۔ …

لاهور۔5 فروری(اے پی پی ) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي هر پاكستانې وګړې د كشمير د آزادۍ ملاتړ او د هندي جارحيت غندنه كوي۔ د ملګرو ملتونو قراردادونه كه مشرقي تېمور ته آزادي وركولې شي نو كشميريانو ته ولې نه۔ مونږ به د كشميري وروڼو او خوېندو غږ سره خپل غږ سم پورته كوؤ۔ په جمهوريت باور لرونكې د نړۍ هر قام كشميري اولس سره دے۔ كشمير سره د يو والي ورځ د يو غږ پورته كولو ورځ ده ” هندي ځناورو كشمير خالي كړۍ”ِ۔ وفاقي وزير د اتوار په ورځ د لاهور په مال روډ د مسلم ليګ (ن) د سېوري لاندې كشميريانو سره د يووالي ورځې په مهال ويستلې شوې رېلي ته خطاب كولو۔ په دې مهال د مسلم ليګ (ن) نور غړي هم موجود ؤ۔ خواجه سعد رفيق ووئيل اول كشميري اولس د ډوګر راج په ضد جنګ وكړو او اوس د هندي تسلط په ضد هلې ځلې كوي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونه كه مشرقي تېمور ته آزادي وركولې شي نو كشميريانو ته ولې نه۔ ده ووئيل د هند پوهانو او پالېسي جوړونكو ته دا پېغام وركولې شي چې هند كشميرې اولس ټول عمري له غلام ساتلې نه شي۔ تاريخ ګواه دے چې ګوله بارود د جذبو مقابله كولې نه شي۔ نن هند د خپل پوځ د لارې د كشمير په منطقه كښې د جمهوريت وينه څښي۔ ده ووئيل كشميرې اولس امن خوښوونكے اولس دے دوئي ټول عمري امناكې هڅې كړي دي۔ او كله چې د دوئي غږ اورېدلې شوې نه دے نو بيا د برهان واني په ډول تورزن پېدا شول چا چې هند ته پتون ووهلو۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې كشمير ته آزادي ترلاسه شي ولې دې لپاره به پاكستان هم مضبوطول وي۔ وفاقي وزير ووئيل نرېندر مودي په خپله خپل هېواد ته زيان رسوي۔ ده ووئيل د پاكستان سياسي ګوندونه او اولس به كشميري اولس سره يو شان غږ پورته كوي۔ دې نه وړاندې وفاقي وزير د پی اېف یو سی تر سېوري لاندې د عكسونو نندارتون پرانستې په مهال ميډيا سره خبرو كښې ووئيل كشميري اولس آزادۍ ترلاسه كولو له لويې سټرې كړې دي۔ ده اے پی اېچ سی مشرتابه ته خواست وكړو چې خپل منځ كښې اختلافات ختم كړي۔ ده د خپل لوظ پخلې وكړو چې د كشميري اولس ملاتړ به روان ساتلې شي۔ د عكسونو نندارتون كښې د كشمير حېثيت ٬ مقام ٬ د آزادۍ تاريخ او هندي زور ظلم او زياتې د عكسونو په ژبه بيان كړے شو۔