هند كښې كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي، د وائرس له امله ریكارډ 7466 نوي كیسونه رامخې ته شول

نوې ډيلې 29 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي ، د تيرو 24 ساعتو په مهال د وائرس ریكارډ 7466 نوې كيسونه رامخې ته شوي ٬ دې سره په مجموعي توګه د رنځورانو شميره يو لكهه 66 زره ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 175 كسان مړه شوي دي۔ د …

نوې ډيلې 29 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي ، د تيرو 24 ساعتو په مهال د وائرس ریكارډ 7466 نوې كيسونه رامخې ته شوي ٬ دې سره په مجموعي توګه د رنځورانو شميره يو لكهه 66 زره ته رسيدلې ده۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 175 كسان مړه شوي دي۔ د هند د روغتيا وزارت د اړخه جاري شميرې له مخې د هيواد په بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 1,65,799 كسان ځپلې شوي۔ د هند په بيلو سيمو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 4706 كسان مړه شوي ، هند كښې دا مهال د كورونا 89987 رنځوران داخل دي۔ چارواكو له مخې په تيرو دوو ورځو كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره زياته شوې، ریاست مهاراشټر كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوے۔ ریاست كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 2598 نوي كيسونه رامخې ته شوي۔ مهاراشټر كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 59546 ته رسيدلې ده ۔ ریاست كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 1982 كسان مړه شوې دي

مزید خبریں