اسلام آباد۔ 05 فروری (اے پی پی) د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس روانو هڅو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ كولو له د خپل لوظ پخلي كولو او د نړيوالې ورورولۍ ضمير بېدارولو له كشمير سره د يووالي ورځ د اتوار په ورځ جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ په دې مهال ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ سهار لس بجې …
د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې كشمير سره د يو والي ورځ ولمانځلې شوه۔ آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس د هڅو سياسي سفارتي ٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ كولو له د لوظ پخلې
اسلام آباد۔ 05 فروری (اے پی پی) د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې آزادي ترلاسه كولو له د كشميري اولس روانو هڅو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ كولو له د خپل لوظ پخلي كولو او د نړيوالې ورورولۍ ضمير بېدارولو له كشمير سره د يووالي ورځ د اتوار په ورځ جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ په دې مهال ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ سهار لس بجې كشميري اولس سره خواخوږۍ څرګندونې له يوې دقيقې لپاره خاموشي خپله كړې شوه۔ د هېواد په وړو لويو ښارونو كښې احتجاجي لاريونونه وويستلې شول۔ پاكستان كشمير سره په تړونكو پلونو د لاسونو زنځيرونه جوړ كړې شول۔ دې كښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د آزاد کشمیر کونسل او قانون سازې اسمبلۍ شريكې غونډې ته د آزاد كشمير اولس مشر او وزيراعظم خطاب وكړو او د پاكستان وزيراعظم پېغام ئې واورلو۔ د وفاقي پلازمينې په شمول ټول هېواد كښې د كشميري اولس ملاتړ څرګندونې له لويې بېنرې او پینا فلېکس آویزان كړې شول۔ په كومو چې ملګرو ملتونو څخه غوښته شوې چې كشميري اولس ته د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ حق وركړي۔ د كشمير آزادي د كشمير د وېش نيمګړې ايجنډا ده۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو د سېكتر په نامه يادښتونه هم وړاندې كړې شول۔ په دې مهال د اولس مشر٬ وزيراعظم ٬اعلی وزيرانو ٬ قامي اسمبلۍ سپيكر او نورو قامي لارښودو پیغامونه نشر او شائع كړې شول۔ په جوماتونو كښې د كشمير آزادۍ لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې شوې۔ اسلام آباد كښې د كشمير كېمټۍ غړو د اعجاز الحق په مشرۍ كښې پاكستان كښې د ملګرو ملتونو استازي سره ملاقات وكړو او ده ته ئې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر په نامه يادښت وركړو۔ بهر نړۍ كښی پاكستاني سفارتخانو كښې هم كشمير سره د يووالي په مهال خاص دستورې وشوې۔ كشمير سره د يو والي ورځ هر كال د فرورۍ په 5مه نېټه لمانځلې شي۔ په دې كښې د پاكستان ټول سياسي ګوندونه او سماجي تنظيمونه ګډون كوي۔











