طاقت كارولو سره د كشمير د آزادۍ تحريك كمزورې كېدې نه شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق

اسلام آباد ۔ 05 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د طاقت كارولو په زور د كشمير د آزادۍ تحريك كمزورې كېدې نه شي۔ د كشمير مسئه يوه سيمه ايزه شخړه نه بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو مسئله ده۔ د پاكستان اصولي دريځ په دې اړه بدلېدې نه شي۔ د كشمير مسئلې هواري نه غېر په سوئيلي …

اسلام آباد ۔ 05 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د طاقت كارولو په زور د كشمير د آزادۍ تحريك كمزورې كېدې نه شي۔ د كشمير مسئه يوه سيمه ايزه شخړه نه بلكې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو مسئله ده۔ د پاكستان اصولي دريځ په دې اړه بدلېدې نه شي۔ د كشمير مسئلې هواري نه غېر په سوئيلي آسيا كښې د اوږدې مودې امن په ځائې كېدو خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ د اتوار په ورځ كشمير سره د يو والي ورځې په مهال راجوړې كړې شوې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل نړيواله ورورولي د هند لخوا په كشميري اولس د زور ظلم او زياتي خاموشۍ سره تماشا كوؤنكې جوړه شوې۔ سپيكر ووئيل د پاكستان حكومت او اولس به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د هڅو په هر فورم اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل قامي اسمبلۍ كښی به د پاكستان په كوربتوب كښې د كشمير په اړه يو نړيوال كنفرنس كولې شي۔ كنفرنس كښې په په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شي چې په كشميري اولس د هندي زور ظلم او زياتي نوټس واخلي۔ په دې مهال دستورې ته خپل خطاب كښې دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسی ووئيل پاكستان به مقبوضه وادۍ كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق له د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔