وزیر اعظم محمد نوازشریف چترال كښې د واورې كمر لوئيدو پیښې په نتيجه كښې په شوي قيمتي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد ۔ 05فروری(اے پی پی) وزیر اعظم محمد نوازشریف چترال كښې د واورې كمر لوئيدو پیښې په نتيجه كښې په شوي قيمتي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د اېم اېم آفس ميډيا څانګې لخوا د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې وزیر اعظم محمد نواز شریف اړوند وفاقي او صوبائي چارواكو ته هدايت كړې چې په سمدستي توګه د پېښې ځائې ته ورسي او د ريسكيو عمليات …

اسلام آباد ۔ 05فروری(اے پی پی) وزیر اعظم محمد نوازشریف چترال كښې د واورې كمر لوئيدو پیښې په نتيجه كښې په شوي قيمتي زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د اېم اېم آفس ميډيا څانګې لخوا د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې وزیر اعظم محمد نواز شریف اړوند وفاقي او صوبائي چارواكو ته هدايت كړې چې په سمدستي توګه د پېښې ځائې ته ورسي او د ريسكيو عمليات په ترجيحي بنيادونو پېل كړي۔ وزیراعظم نېشنل ډیزاسټر منېجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) ته هم هدايت كړے چې هغه ځپليو له د ضروري داروګانو ٬ خوراك او د شېلټر انتظام وكړي او د رېسكيو په هڅو كښې مرسته وكړي