اسلام آباد 03 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د خزانې نوې سېكتر طارق باجوه له په نوو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره په دې خبره زور راوړې چې د خزانې وزارت لپاره ټاكلې شوي اهداف ترلاسه كول دې باوري كړې شي۔ده د جمعې په ورځ د خزانې وزارت بېلو پروګرامونو او په بېلو هلو ځلو د پېشرفت جاج اخستو غونډې مشري كوله۔ده هيله …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د خزانې نوې سېكتر طارق باجوه له په نوو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه
اسلام آباد 03 فروری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د خزانې نوې سېكتر طارق باجوه له په نوو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره په دې خبره زور راوړې چې د خزانې وزارت لپاره ټاكلې شوي اهداف ترلاسه كول دې باوري كړې شي۔ده د جمعې په ورځ د خزانې وزارت بېلو پروګرامونو او په بېلو هلو ځلو د پېشرفت جاج اخستو غونډې مشري كوله۔ده هيله ولرله د خزانې سېكتر به په دې مهمو عهدو د خپلې پراخا تجربې كارولو سره نوې ذمه وارۍ سر ته ورسوي۔د خزانې وزير د ده د فنانس ډويژن په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل وزارت لپاره د ټاكلو هدفونو ترلاسه كېدل دې باوري كړې شي۔په دې مهال د خزانې سېكتر طارق باجوه د وزيراعظم او د خزانې وزير لخوا په باور كولو مننه كولو سره ووئيل حكومت به اقتصادي تږ لاره مخ په وړاندې بوځي۔غونډه كښې د خزانې وزارت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔(











