د فاټا بې وزله رنځورانو ليور ټرانسپلانټ عملياتو لپاره د خاص فنډ بېلولو پريكړه

پیښور 03 فروری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا د فاټا بې وزله رنځورانو ليور ټرانسپلانټ سرجرې لپاره د مالي مرستې په لړ كښې د يو خاص فنډ بېلولو پريكړه كړې ده ۔ګورنر د تور زيړي ختمولو او د دې تشخيص لپاره هم د فاټا د روغتيا څانګې چارواكو ته د خاص ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه كړې ده دغسې چې په هېپاټائټس سي قابو موندلو له غوره …

پیښور 03 فروری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا د فاټا بې وزله رنځورانو ليور ټرانسپلانټ سرجرې لپاره د مالي مرستې په لړ كښې د يو خاص فنډ بېلولو پريكړه كړې ده ۔ګورنر د تور زيړي ختمولو او د دې تشخيص لپاره هم د فاټا د روغتيا څانګې چارواكو ته د خاص ټاسك فورس جوړولو سپارښتنه كړې ده دغسې چې په هېپاټائټس سي قابو موندلو له غوره وړاندېزونه رامخې ته كړي۔ده د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس پیښور كښې فاټا كښې د ليور ټرانسپلانټ او دهېپاټائټس سي موجوده وضعې په اړه د غونډې مشري كوله۔په دې مهال ډاكټر سيد نجم الحسن شاه د هېپاټائټس سي او ليور ټرانسپلانټ په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔غونډه كښې فاټا كښې د دې رنځ د خپرېدو سوبونو جاج واخستې شو او د دې رنځ مخ نيوي او تشخيص له وړاندېزونه وركړې شول۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر اقبال ظفر جهګړا فاټا كښې د دې رنځ مخ نيوي او په دې د اخته غريب اولس ليور ټرانسپلانټ سرجري لپاره د مالي مرستې په لړ كښې د يو خاص فنډ بېلولو پرېكړه وكړه او د فاټا سېكرټرېټ اړوندو چارواكو ته يې امر وكړو چې هغوي د ياد شوي رنځ مخ نيوي او تشخيص لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي