پېنډۍ 03 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہد جمعې په ورځ لاهور ګېرېژن ته تللې دې۔ د لاهور تږ په مهال سرلښكر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو ۔ په كور هېډكوارټرز او د پاك رېنجرز پنجاب په مركزي دفتر كښې سرلښكر ته په اپرېشنل چمتوالي او په نورو چارو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ …
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ لاهور ګېرېژن ته لاړ
پېنډۍ 03 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہد جمعې په ورځ لاهور ګېرېژن ته تللې دې۔ د لاهور تږ په مهال سرلښكر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو ۔ په كور هېډكوارټرز او د پاك رېنجرز پنجاب په مركزي دفتر كښې سرلښكر ته په اپرېشنل چمتوالي او په نورو چارو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر په آپرېشنل تیارو د اطمینان څرګندونه كولو سره په وركنګ باٶنډري د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزيو په موثره ځواب وركولو د پنجاب رېنجر ستائنه وكړه۔ دې څخه وروستو جنرال قمر جاوېد باجوہ د لاهور ګېرېژن افسرانو او ځوانانو ته وېنا وكړه۔ده ووئيل پاك پوځ او پاکستان رینجرز د داخلې امنيتي خطرو كمولو او په ورکنګ باؤنډری موثره ریسپانس لپاره مهم کردار ترسره كړې۔ده ووئيل قام د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د کردار معترف دے او ېشپړه مرسته ئې کوي۔ ده ووئيل مونږ به تل د پاکستاني اولس هيلې تر سره کوو كوم چې زمونږ اصل طاقت دے۔ په لائن آف کنټرول او ورکنګ باؤنډری د هندي تاؤ تريخوالي په اړه ده ووئيل هند مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه وګړو د خپلو ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځولو هڅه كوي۔ده ووئيل پاك پوځ او رینجرز د پولې پورې غاړه څخه د كوم كمپائن ځواب وركولو له چمتو دي۔دې نه وړاندې لاهور ګیریژن ته په رسيدو د لاهور كور كمانډر لیفټېننټ جنرال صادق علی د سرلښكر هركلے وكړو۔











