ګرده نړۍ كښې د کرونا وائرس څخه د ځپليو شمېره د 45 لکه نه زياته شوه ٬ درې لكه درې زره كسان مړه شول

نيوياک/برلن/بيجنګ 15 مئي (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د کرونا وائرس څخه د ځپليو شمېره د 45 لکه نه زياته شوې٬ درې لكه درې زره كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميديا راپور له مخې امريکا د کرونا وائرس څخه زياته ځپلې هېواد دے٬ د څلوارلس لكه نه زياتو كسانو كښې د كرونا تصديق شوے او 86912 كسان مړه شوي۔ د امريكې د جان هاپكنز پوهنتون …

نيوياک/برلن/بيجنګ 15 مئي (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د کرونا وائرس څخه د ځپليو شمېره د 45 لکه نه زياته شوې٬ درې لكه درې زره كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميديا راپور له مخې امريکا د کرونا وائرس څخه زياته ځپلې هېواد دے٬ د څلوارلس لكه نه زياتو كسانو كښې د كرونا تصديق شوے او 86912 كسان مړه شوي۔ د امريكې د جان هاپكنز پوهنتون لخوا د جاري شمېرو له مخې ګرده نړۍ كښې د وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شمېره 4,525,420 ته رسېدلې او دغسې 303,371 كسان مړه شوي۔ د كرونا له امله زيات مرګونه په امريكه كښې شوي٬ دغسې په برتانيه كښې 33,692، اټاليه كښئ 31,368، سپين كښې 27,321، فرانس كښې 27,077، بيلجيئم كښې 8,903، ايران كښې 6,854 او هالېنډ كښې 5,609 كسان مړه شوې دي

مزید خبریں