افغانستان ٬ ګردېز كښې د چاؤديدونكو توكو ډك ټرك كښې چاؤدنه ٬ 5 كسان مړه 14 ژوبل

كابل 14 مئی (اے پی پی) د افغانستان ګردیز ښار كښې تيره ورځ د چاؤديدونكو توكو څخه ډك ټرك چاؤدلو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 14 ژوبل شوي۔ د برتانيې خبررسنې ادارې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند طارق آریان تر مخه ووئيل چاؤدنه ګریډز ښار كښې د يو پوځي عدالت سره نزدې شوې كومه چې زياته آبادي لرونكې سيمه ده۔ ده ووئيل په سمدستي توګه د …

كابل 14 مئی (اے پی پی) د افغانستان ګردیز ښار كښې تيره ورځ د چاؤديدونكو توكو څخه ډك ټرك چاؤدلو په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 14 ژوبل شوي۔ د برتانيې خبررسنې ادارې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند طارق آریان تر مخه ووئيل چاؤدنه ګریډز ښار كښې د يو پوځي عدالت سره نزدې شوې كومه چې زياته آبادي لرونكې سيمه ده۔ ده ووئيل په سمدستي توګه د چاؤدنې ذمه واري چا نه ده قبوله كړې۔ دا خبره دې ياده وي څو ورځې وړاندې د كابل په يو روغتون هم بريد شوے ؤ چې پكښې 24 كسان مړه شوي وؤ او په هغه ورځ ختيز ننګرهار كښې په يوه جنازه كښې د دولت اسلامیه دعویدار ځانمرګي بريد كښې 32 كسان مړه شوې وؤ

مزید خبریں