اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي نوې ټېكنالوجۍ ديني تعليماتو ته رسنه آسانه كړې۔ انجونې كور كښې په ناسته دې څخه استفاده كولې شي۔ د انجونو غوره تربيې سره كور او ټولنه كښې مثبت بدلون راتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې ايوان صدر كښې د اسلام آباد ماډل سكول انجونو ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د انجونو د …
نوې ټېكنالوجۍ ديني تعليماتو ته رسنه آسانه كړې
اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي نوې ټېكنالوجۍ ديني تعليماتو ته رسنه آسانه كړې۔ انجونې كور كښې په ناسته دې څخه استفاده كولې شي۔ د انجونو غوره تربيې سره كور او ټولنه كښې مثبت بدلون راتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې ايوان صدر كښې د اسلام آباد ماډل سكول انجونو ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د انجونو د تربيې او د دوئي د ديني او دنياوي تعليم خيال ساتلو لړۍ پخوا څخه پېل شوې۔ كومو كښې چې بېلو سكولونو كښې ماشومانې د دوئي فرائضو څخه خبرولې شي دغسې چې دوئي په سباؤن كښې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل مهم كردار ترسره كړي۔ دې ووئيل لمونځ د اسلام بنيادي بنياد ركن دے او دې نه غېر ايمان نيمګړے دے۔ دې ووئيل قرآن كريم كښې زيات حكم د لمونځ راغلے او په مونږ ګران پېغمبر حضرت محمد (ص) لمونځ د اولنۍ درجې فرض ګرځولے۔ دې ووئيل لمونځ د كفر او اسلام ترمينځه فرق په ډاګھ كوي۔ دې ووئيل يو حديث كښې دي چا چې قصدا لمونځ پرېښودو دے كافر شو۔ زمونږ پېغمبر د دنيا نه پرده كولو په وخت هم د لمونځ تاكيد كړے۔ خطاب څخه وروستو اولنۍ مېرمنې انجونو سره خبرې وكړې۔ په دې مهال انجونو اولنۍ مېرمن خپلو تعليمي هلو ځلو څخه خبر كړه











