وزيراعظم محم نواز شريف د اولنۍ ورځې خپل بيان په رڼا كښې ټول دستاويزات ستره محكمه كښې جمع كړي

اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې وزيراعظم محم نواز شريف د اولنۍ ورځې خپل بيان په رڼا كښې ټول دستاويزات ستره محكمه كښې جمع كړي٬شريف خاندان د 45 كلونو حساب وړاندې كړې٬نواز شريف د اولس مخې ته كوم ابهام پرېښودل نه غواړي٬پانامه بنياد جوړولو سره د 2018 ټاكنو مهم چلولو هڅه كونكي عمران خان ته خپل شكست په …

اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې وزيراعظم محم نواز شريف د اولنۍ ورځې خپل بيان په رڼا كښې ټول دستاويزات ستره محكمه كښې جمع كړي٬شريف خاندان د 45 كلونو حساب وړاندې كړې٬نواز شريف د اولس مخې ته كوم ابهام پرېښودل نه غواړي٬پانامه بنياد جوړولو سره د 2018 ټاكنو مهم چلولو هڅه كونكي عمران خان ته خپل شكست په نظر راتلل پیل شوي٬اولس به د 2018 ټاكنو كښې هم د كاركردكۍ په بنياد پاكستان مسلم ليګ(ن)په ښكاره اكثريت سره كاميابوي٬ټولې سروے او راپورونه د اسحاق ډار د كاركردګۍ ستائنه كوي٬د اسحاق ډار د محنت په سوب پاكستان يو معاشي قوت رامخې ته كېږي۔دې د ګل په ورځ د سترې محكمې څخه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔دې ووئيل وزيراعظم په خپل بيان ولاړ دې او د دې بيان ترمخه ټول ثبوتونه ستره محكمه كښې جمع كړې شوي دي۔وزيراعظم د هغې پوښتنو ځواب هم عدالت كښې جمع كړې كوم چې د عمران خان لخوا پوښتلې شوې نه دي۔په ستره محكمه كښې ثبوتونو څخه د دې خبرې وضاحت كېږي چې د عمران خان ټول تورونه دروغ دي۔دوهمې وزيرې ووئيل مونږ ته معلومه نه ده چې عمران خان د كومو خوبونو په دنيا كښې وسي٬عدالت ته يې كوم پیټېشن راوړې او عدالت نه بهر څه وائي۔دې ووئيل وزيراعظم د خپل پلار پشمول د دريو نسلونو ثبوتونه عدالت كښې جمع كړې دي ولې چې هغه د كېس په اړه د اولس كوم شك پرېښودل نه غواړي۔دې ووئيل عمران خان بايد پاكستان سره دښمني نه كوي بلكې په سياسي مېدان كښې دې د وزيراعظم مقابله وكړي۔دوهمې وزيرې ووئيل د ټرانسفېرنسي انټرنېشنل وېنا ده چې د بدعنوانۍ په ختمولو په هڅو كښې پاكستان په دوهم لمبر دې او عمران خان وائي پاكستان ديواليه كېدونكې دې۔د دې سوب دا دې چې عمران خان ته په ستره محكمه كښې خپل شكست په نظر راځي۔دې ووئيل عمران خان چې په خېبرپښتونخوا كښې د روغتيا او لوبو كومو پالېسيو پیل كولو ذكر كوي هغه يو لسيزه وړاندې پنجاب او درې كاله وړاندې وفاق كښې پېل شوي۔عمران خان چې خېبرپښتونخوا كښې د روغتيا او زده كړو كوم پروګرام جاري كولو له روان دې هغه ډالۍ وزيراعظم وړاندې اولس ته وركړې۔دې ووئيل عمران خان له به 2018 كښې د اولس عدالت ته تلل وي او دغلته به دې په پانامه كيس ټاكنې ګټلې نه شي