اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نواز شريف د قامي معيشت٬استحكام او بدعنوانۍ كښې كمي لپاره د نړيوالو ادارو راپور او د اولس د ژوند معيار ښه كولو په حكومتي هڅو د اطمينان څرګندونه كولو سره پاكستان ته په پیښو مسئلو قابو موندلو او هېواد د پرمختګ او څوكالۍ په لوري روانولو له د يو والي په حاجت زور راوړو۔د ګل په ورځ …
د ترهه ګرو او انتهاخوښو تر خاتمې به كاروائۍ روانې وي او د دوي نوغې ويستلو پورې به آرام رانشي٬د تعليم او روغتيا آسانيو ښه كولو له به پالېسي روانه وي
اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نواز شريف د قامي معيشت٬استحكام او بدعنوانۍ كښې كمي لپاره د نړيوالو ادارو راپور او د اولس د ژوند معيار ښه كولو په حكومتي هڅو د اطمينان څرګندونه كولو سره پاكستان ته په پیښو مسئلو قابو موندلو او هېواد د پرمختګ او څوكالۍ په لوري روانولو له د يو والي په حاجت زور راوړو۔د ګل په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔دواړو لارښودو په قامي او نړيوالو چارو خبرې وكړی۔وزيراعظم اولس مشر د غېر ملكي دورې پشمول په قامي چارو د حكومت پريكړو څخه خبر كړو۔اولس مشر ووئيل وزيراعظم او د ده اقتصادي ډله د خپلې مضبوطې حكمت عملۍ تر مخه د قامي معيشت ښه كولو له د قدر وړ كردار ترسره كوي كوم چې په نړيواله كچه هم ستائلې شوې۔ملاقات كښې د پاكستان سټاك اېكسچېنج په غوره كاركردګۍ هم د اطمينان څرګندونه شوې۔دواړو لارښودو د دې لوظ څرګندونه وكړه چې هېواد څخه به د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ تر ختمېدو كاروائۍ روانې وي۔اولس مشر په دې خبره اتفاق وكړو چې د تعليم او روغتيا آسانيو لا ښه كولو له به حكومتي پالېسۍ روانې وي او حكومت به پرمختيائي ايجنډې څخه خپل پام بل پلو نه ګرځوي۔دوي ووئيل حكومت به د قامي سرمايې سپيځلې كارول په هر صورت باوري كوي او بدعنواني به په كومه هم كچه زغملې نه شي۔ملاقات كښې د سي پېك پروژې د پېشرفت هم جاج واخستلې شو او په دې د اطمينان څرګندونه وكړې شوه۔اولس مشر او وزيراعظم د سي پيك جوړېدو په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې دا منصوبه به د پاكستان سره سره د ټولې منطقې په ګټه وي۔دواړو لارښودو د دې لوظ څرګندونه وكړه چې د سي پېك منصوبې څخه به ټولو صوبو او سيمو ته يو ډول ګټې ترلاسه وي











