اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې د امريكې د اوسنو ګامونو سره به ترهه ګرو ته هېڅ زيان ونشي بلكې د ترهه ګرۍ ځپليو په ستونزو كښې به زياتوالې وشي او د ترهه ګرۍ په ضد نړيوال اتحاد او يو والي ته به زيان وشي٬مسلمان او اسلامي هېوادونه د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات نښه جوړ شوي٬د جماعت …
د امريكې اوسنو ګامونو سره د ترهه ګرو هېڅ زيان نه كېږي بلكې د ترهه ګرۍ ځپليو ستونزې به لا زياتې شي
اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې د امريكې د اوسنو ګامونو سره به ترهه ګرو ته هېڅ زيان ونشي بلكې د ترهه ګرۍ ځپليو په ستونزو كښې به زياتوالې وشي او د ترهه ګرۍ په ضد نړيوال اتحاد او يو والي ته به زيان وشي٬مسلمان او اسلامي هېوادونه د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات نښه جوړ شوي٬د جماعت الدعوة په اړه به تر سبا صورتحال په ډاګه شي۔د ګل په ورځ د ايګزېكټو پاسپورټ آفس پرانستې په مهال خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې د جماعت الدعوة په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سبا پورې به صورتحال په ډاګه شي۔دا جماعت 11-2010 څخه انډر آبزروېشن دې او د ملګرو ملتونو په فهرست ګښې شامل دې كوم ګامونه چې د دې په اړه پورته كول وو پورته كړې شوې نه دي٬ تر سبا به په دې اړه صورتحال په ډاګه شي۔د بې دركه كسانو موندلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل داخله وزارت چې د بې دركه كسانو په اړه كوم ګامونه پورته كړي د دې د عام كولو حاجت نشته۔ده ووئيل د بې دركه پروفيسر خوشې كولو څخه وروستو ما د پوليس مشر چارواكې د ده كور ته لېږلې او د ده تپوس پوښتنه مې كړې او دا مې ترې هم تپوس كړی چې آيا هغه د دې پېښې په اړه كوم رپورټ درج كول غواړي ده رپورټ درج نه كړو او د داخله وزارت د ده خوشې كولو لپاره پورته كړې ګامونه يې وستائل۔د امريكې لخوا د ځينې هېوادونو په وګړو د داخلې بندېز بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل دا ډېره مهمه معامله ده٬ما ته معلومه نه ده د حكومت كوم دريځ په دې اړه راغلې يا نه ولې دې ګام سره به د ترهه ګرو هېڅ نه كېږي بلكې د ترهه ګرۍ ځپليو په ستونزو كښې به لا زياتوالې وشي۔ده ووئيل د 2015 فرورۍ مياشت كښې د امريكائي اولس مشر اوباما په كوربتوب كښې واشنګټن كښې شوي غونډه كښې د 60 هېوادونو داخله او خارجه وزيرانو ګډون وكړو۔په دې غونډه كښې د جان كېري پشمول اعلٰی امريكائي چارواكو د يو شمېر كمېټو مشري وكړه ما هم په دې غونډه كښې ګډون كړې او په دې مهال مې وئېلي وو چې د ترهه ګرۍ ناسور مقابلې له به د يو والي څرګندونه كول وي ولې دې لپاره ضروري ده چې ځينې هېوادونه د اسلام فوبيا پراپیګنډې څخه بهر راشي او ترهه ګري د اسلام سره ونه تړي۔ده ووئيل د 5 نكاتي مشتركه قرارداد يوه نكته دا وه چې ترهه ګري او انتهاخوښي دې كوم قام هېواد ډلې يا تهذيب سره ونه تړلې شي۔ده ووئيل د امريكې د اوسنو ګامونو سره به د ترهه ګرۍ په ضد نړيوال اتحاد ته زيان وشي او يو ځل بيا به اسلام او مسلمانانو ته ګوته نيولې شي دا به د ترهه ګرو په ګټه وي٬د نړۍ يو نيم ارب آبادي په مسلمانانو مشتمل ده كومو كښې چې يو شمېر يا څو زره كسان بې لارې شوي او د اسلام تعليمات مسخ كولو سره ترهه ګري خپروي نو د دې تور په يو نيم ارب مسلمانانو لګول كېدې نه شي۔ده ووئيل مسلمان او اسلامي هېوادونه د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ښكار شوي۔د امريكې پالېسۍ سره به د ترهه ګرۍ په ضد نړيوال اتحاد ته زيان ورسي۔د ډان ليكس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل د كمېټۍ په خواست وركړی شوې مهلت په 7مه نېټھ ختمېږي۔كمېټي به څو ورځو كښې داخله وزارت ته خپل راپور وړاندې كړي د دې څخه وروستو به دا حكومت ته ولېږلې شي











