فیډ کپ (نن ) څخه نيوزي لېنډ كښې پېل كېږي ، 4 مېرمنې لوبغاړې به د پاكستان نمائندګي كوي

اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) فیډ کپ (نن) د خالي ورځې څخه نيوزي لېنډ كښې پېل كېږي۔ د پاکستان ټېنس فېډرېشن عمومي سېكتر كرنل (ر) ګل الرحمن ووئيل د فرورۍ تر 10 مې نېټې دوام لرونكي دې فيډ كپ كښې به 4 مېرمنې لوبغاړې د پاكستان نمائندګي كوي۔ په څلور كسيزه قامي لوبډله كښې اوشنا سهېل، سارہ منصور ٬ سارہ محبوب او ماهین آفتاب شامل ده۔ فیډ کپ كښې د پاكستان په شمول د 8 هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي كومو كښې چې كوربه هېواد تھائی لېنډ، ګوام، منګولیا، سنګاپور، ترکمانستان او نورو هېوادونه شامل دي۔ قامي لوبډله نيوزي لېنډ ته رسېدلې ده۔