د هند اے او نيوزي لينډ اے كركټ لوبډلو ترمينځه دويمه ون ډے (نن) كېږي

كرائسټ چرچ 23 جنوري (اے پي پي) د هند اے او نيوزي لينډ اے كركټ ډلو ترمينځه په درې ون ډے انټرنيشنل ميچونو سيريز كښې دويم ميچ به (نن) د جمعې په ورځ كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ هند اے ته د نيوزي لينډ اے په ضد د درېو ميچونو په سيريز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔ هند اے په وړومبي ميچ كښې نيوزي لينډ اے سائيډ له په 5 وكټو ماتې وركولو سره سيريز كښې 1-0 سره وړاندې ترلاسه كړے ؤ