د سوئيلي افريقا او انګلېنډ ترمينځھ څلورم او وروستې ټېسټ مېچ نن پېل كېږي۔ انګلېنډ ته د پروټيز په ضد د 2-1 بريا ترلاسه ده

جوهانسبرګ ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او انګلېنډ كرېكټ لوبډلو ترمينځھ د څلور ټېسټ مېچونو سيريز څلورم او وروستې ټېسټ مېچ نن د جمعې ورځې څخه جوهانسبرګ كښې پېل كېږي۔ انګلېنډ ته د پروټيز په ضد سيريز كښې د 2-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې سوئيلي افريقې سنچورين كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې انګلېنډ ته 107 رنزونو سره ماتې وركړې وه ولې انګلېنډ غوره كم بېك كولو سره كوربه لوبډلې ته په دوهم ټېسټ مېچ كښې 189 رنزونو سره ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړو۔ په درېم مېچ كښې هم انګلېنډ لوبډلې كوربه لوبډلې ته يو اننګز او 53 رنزونو سره ماتې وركړه او دغسې د څلور مېچونو په سيريز كښې ئې د 2-1 بريا ترلاسه كړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز څلورم او ورستې مېچ به نن د جمعې ورځې څخه تر 28 مې جنورۍ جوهانسبرګ كښې كولې شي