اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د کرپشن په ضد ګامونه ګرده نړۍ كښې ستائلې شي۔ مولانا فضل الرحمن د مدرسو د كوچنيانو ذهنونه مفلوج كولو سره دوئي سياسي بريا له د كارولو هڅه كوي۔ د اكتوبر په 27 مه نېټه كشميرې اولس توره ورځ لمانځي او ټول قام به دوئي سره د يو والي څرګندونه كوي۔ مولانا فضل الرحمان كه د هېواد استحكام ٬ اولس ته ګرانۍ څخه د نجات وركولو او د معيشت ښه والي له كه كوم وړاندېزونه وي نو هغه دې مونږ ته راكړي حكومت په دې عمل كولو سره د اولس ژوند پياوړې كولې شي۔ نجي ټي وي سره خبرو كښې دې ووئيل جے یو آئی سره د مذاكراتو ذمه واري پروېز خټك ته سپارلې شوې ده۔ د سياسي ګوندونو لخوا حكومت كور ته د لېږلو ارمان د لېونو نعرې خو كېدې شي ولې دا حقيقت كښې بدلېدې نه شي۔ دې ووئيل د اولس د ځان او مال حفاظت باوري كول د رياست ذمه واري ده او دې لپاره به عملي ګامونه پورته كول وي۔ مولانا فضل الرحمن د مدرسو د كوچنيانو ذهنونه مفلوج كولو سره دوئي سياسي بريا له د كارولو هڅه كوي۔ په دې معامله به حكومت چپ نه پاتې كېږي۔ حکومت به په دې اړه خپله تګلاره د صوبائي حكومتونو په صلا مرتب كوي۔ دې ووئيل د اكتوبر په 27 مه نېټه كشميرې اولس توره ورځ لمانځي او ټول قام به كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كوي او مولانا دا عزم د مينځھ وړل غواړي كوم به چې حكومت چرې نه زغمي۔ دې ووئيل احتجاج د هر وګړي آئيني او جمهوري حق دې او حكومت دا حق مني بياهم احتجاج سره د سكول او روغتون بندېدو په صورت كښې به زيان د چا وي