د دفاع ورځې په مناسبت د ټی20 کرکټ مېچونه د ستمبر 6 مې نېټې څخه اسلام آباد كښې پېل كېږي

اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د دفاع ورځې په مناسبت د ټی20 کرکټ کپ ټورنامنټ 6 م ستمبر څخه الېون سټار كركټ ګراؤنډ اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ د ټورنامنټ چیف آرګنائزر معید شېخ وئيلي دي د ټورنامنټ تيارۍ روانې دي۔ د ټورنامنټ اولنې پړاؤ به ناك آؤټ او دوهم پړاؤ به د ليګ سسټم په بنياد د پي سي بي كركټ قانون له مخې كولې شي۔ د ټورنامنټ انټر فیس 15 زره روپۍ مقرر كړې شوې ۔ ټورنامنټ كښې اولنې پوزيشن ترلاسه كوؤنكې لوبډلې ته به 50 زره روپۍ او دوهم پوزيشن ترلاسه كوؤنكې ډلې له 25 زره روپۍ انعام وركولې شي۔ ټورنامنټ كښې برخه اخستلو كښې خوښي لرونكې لوبډلې د خپلو نامو اندراج د روانې مياشتې تر 29 نېټې څخه وړاندې انټر فيس جمع كولو سره كولې شي