حسن علي د كركټ شائقين د خپل واده په شش او پنج كښې د ساتلو نه پس هندي جينۍ سره د واده باقاعده اعلان وكړو

لاهور 02 اګست (اے پي پي) د قاكستان كركټ لوبډلې فاسټ بولر حسن علي د څو ورځو راهسې د كركټ شائقين د خپل واده په شش پنج كښې د ساتلو نه پس د هند جينۍ سره د واده كولو باقاعده اعلان وكړو۔ د حسن علي د ناوې تعلق د هند هريانه سيمې سره دې او غېر ملكي ايئرلائن سره تړون لري او مور پلار ئې په دوبئۍ كښې مېشته دي۔ د حسن علي ناوې د انجينئرنګ سند ترلاسه كړې دې او د دواړو ملاقات په وړومبي ځل دوبئۍ كښې شوې ٶ۔ حسن علي ووئيل په ميديا وائرل شوې زما د واده خبر سم دے خو زما د ناوې نوم شامعه نه بلكې سامعه ده او په سوشل ميډيا وائرل شوې عكس ناسم دے۔ ده ووئيل زه به سامعه سره واده كوم او واده به د پاكستان د دستوره له مخې وي٬ د اګست په 20مه نيټه به په دبئۍ كښې نكاح كېږي او د نكاح په دستوره كښې به زما كورنۍ او ملګرې ګډون كوي٬ وليمه به په پاكستان كښې وركوٶ۔ ده ووئيل د نكاح په ورځ به زه په سور او تور رنګ شېرواني پغاړه كوم او زما ناٶې به هندي عروسي لباس اچوي۔ د يادونې وړ ده چې د حسن علي نه وړاندې پخواني ټېست كركټر ظهیر عباس ،محسن خان ،شعیب ملك د هند انجونه خپلې ناوې جوړې كړې دې او د حسن علي په څلورم لمبر پاكستانې كركټر دې چې د هند نه به ناوې راولي