سوئيلي آسياء كښې امن لپاره وزيراعظم عمران خان خذماتو ته سلام وړاندې كوٶ

APP16-24 WASHINGTON: July 24 - Members of the US Congress presenting a copy of the Special Resolution introduced in the Congress to welcome Prime Minister Imran Khan's inaugural visit to USA and to reaffirm the continuing support and commitment to the long and enduring friendship between Pakistan and the United States, at Capitol Hill. APP

واشنګټن 24 جولائي (اے پي پي) د امريكائي كانګرېس غړو وئيلي دي چې سوئيلي آسياء كښې امن لپاره وزيراعظم عمران خان خذماتو ته سلام وړاندې كوٶ٬ عمران خان د افغان مسئلې تاريخي حل تجويز كړې٬ د پاكستان او امريكې اړيكې به لا قوي او مستحكمې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم عمران خان په کېپټل هل ته په راتګ د كانګرېس غړو خپلو خبرې كښې وكړه۔ د شيلا جېكسن پشمول د كانګرېس نورو غړو هم په دې موقع خپلې وېنا كښې ووېيل چې سوئيلي آسياء كښې د پاكستان كردار ډېر مهم دے٬ منطقه كښې امن لپاره د وزيراعظم عمران خان د خدماتو هركلې كوٶ۔ دوي ووئيل پاكستان سره به د تعليم او د تجديد ور توان په څانګو كښې مرسته كوٶ٬ افغانستان كښې امن لپاره د وزيراعظم خدمات د ستائنې وړ دي، د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د زرګونو په شمېر قربانۍ وركړې دي۔ دوي ووئيل وزيراعظم عمران خان د افغان مسئلې تاريخي حل تجويز كړې٬ د پاكستان او امريكې اړيكې به لا قوي او مستحكمې شي٬ پاکستان او امريکا د معيشت او امنيت پشمول يو شمير څانګو كښې شريك مفادات لري