لندن 23 جولائي (اے پي پي) په وېمن اېشز سېريز كښې به د انګلستان او د آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز د جولائي په 26مه نېټه پېل كېږي۔ د دې څخه وړاندې د آسټراليا د كركټ ښځينه لوبډلې د درې يو ورځنو نړيوالو مېچونو په سېريز كښې د انګلستان كوربه لوبډلې ته ماتې وركړې وه او يواځنې ټېسټ مېچ د كومې نتيجې نه بغېر ختم شوې و۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم ټي ټونټي مېچ به د جولائي په 28مه نېټه او دريم مېچ به د جولائي په 31مه نېټه كېږي۔