د ايران په اتومي پروګرام د آئي اے اي اے بېړنۍ غونډه ويانا كښې پېل شوه

ويانا 11 جولائي (اے پي پي) د ايران په اتومي پروګرام د اتومي توان نړيوالې اېجنسۍ (آئي اے اي اے) بېړنۍ غونډه ويانا كښې پېل شوې ده ۔ په غونډه كښې به د ايران لخوا د افزوده يورينيم مقدار زياتولو د معاملې جاج اخستلې شي۔ دا غونډه د امريكې په خواست رابللې شوې ده۔ ايران وئيلي دي مونږ د نړيوالې لوظنامې خلاف ورزي نه ده كړې او په اتومي لوظنامه ټينګ ولاړ يو۔ ايران وئيلي دي د آئي اے اي اے معائنه كوٶنكو ته ټولو تنصيباتو ته رسنه ترلاسه ده