
اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د پاکستان ټين پن باؤلنګ فېډريشن تر سېوري لاندې جشن آزادي ټين پن باؤلنګ کپ ټورنامنټ به راتلونكې مياشت په پېنډۍ كښې كېږي۔ د فېډرېشن چارواكو له مخې په دې ټورنامنټ كښې به د ګرد هېواد باٶلر ګډون كوي او په بېلا بېل كېټګريز كښې به لوبغاړي تر نظره كېږي ۔ د فېډرېشن چارواكو له مخې په ټورنامنټ كښې د ګډون خوښي لرونكي دې خپل رجسټرېشن د 10م اګست نه وړاندې وكړي