د هند هوائې کمپنۍ پخپلو دو پروازونو كښې د حج كوونكو لپاره د آب زم زم په راوړلو د بندېز لګولو پرېكړه بېرته واخسته

نوې ډېلې ۔ 9 جولائي (اے پي پي) د هند سرکاري فضائې کمپنۍ ايئر انډيا پخپلو دوو پروازونو كښې د مسلمانانو حج كوونكو لپاره د آب زم زم په راوړلو د لګېدونكې بندېز پركړه بېرته اخستې ده ۔ ائير لائن پخپله پرېكړه د بخښنې غوښتلو سره حجيانو له د آب زم زم د کين راوړلو اجازه وركړې ده۔ د هندۍ ورځپاڼې راپور تر مخه فلائټ لمبر AI966 (جدہ – حيدرآبا -ممبئي) او AI964 (جدہ- کوچين) باندې د ګڼې له امله د آب زم زم په کين راوړلو د بندېز اعلان كړې ؤ خو د نهې په ورځ ائير لائين پخپل يو ټويټ كښې په دواړو پروازونو كښې د آب زم زم په نه راوړلو د بخښنې غوښتنې سره مسافرو ته د خپل سامان سره د زم زم کين راوړلو اجازه وركړې ده۔(