مانچسټر 07 جولائي (اے پي پي﴾ په آئي سي سي نړيوال كركټ كپ كښې به د هند او د نيوزي لېنډ لوبډلو ترمېنځه وړومبې سيمي فائنل ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ كېږي۔ دويم سېمي فائنل به د جولائي په 11مه نېټه د دفاعي نړيوال چېمپئن آسټراليا او د كوربه انګلستان لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د يادونې وړ ده چې د دې نړيوال كپ فائنل مېچ به د جولائي په 14مه نېټه د لارډ په مېدان كښې كېږي۔