قومي كراټے چېمپئن شپ به د اګست په 22مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ قومي كراټے چېمپئن شپ به د اګست په 22مه نېټه په لاهور كښې پېل كېږي۔ د پاكستان كراټے فېډرېشن عمومي سېكترې عندليب سندھو اے پي پي ته ووئيل چې په دې چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد نه نارينه او ښځينه لوبغاړې ګډون كوي۔ په چېمپئن شپ كښې به دفاعي چېمپئن پاكستان واپډا٬ پاكستان آرمي٬ پاكستان رېلوېز٬ پاكستان پوليس٬ بلوچستان٬ سندھ٬ خېبر پښتونخوا٬ پنجاب او د اسلام آباد لوبډلې برخه اخلي۔ د ايونټ به د اګست تر 25مه نېټه روان وي او په پاې كښې به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو ته انعامات وركولې شي۔