
اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د نړۍ د ټولو لوړ د پولو په لوبغالي كښې د شندور درې ورځنې پولو فېسټول 2018 پېل شوې ٬ د شندور په تاريخ كښې به په وړومبي ځل په فلډ لائټس كښې پولو مېچونه كېږي۔ د پولو ټورنمنټ كښې د چترال او ګلګت يو شمېر لوبډلې برخه اخلي۔ د مېچ پرانسته به د دوو روايتي حريفانو چترال او ګلګت بلتستان لوبډلو ترمېنځه فري سټائل پولو سره كېږي۔ د شندور په مېله كښې د امريكې ٬ اټاليې او پولېنډ پشمول د بېلا بېلو هېوادونو سېلګرو راتګ لپاره خاص هېلپ لائن ډسك جوړ شوې او په دې لړ كښې په 412519-0943 تماس نيولې كېدې شي٬ درې ورځنې پولو فېسټول به د 7م نه تر 9م جولائي دوام لري او په لويه شمېره د سېلګرو د راتګ له مخې لواري ټنل به د جولائي تر 11مې نيټې پرانستلې وي