په دولسم آئي سي سي نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د هند او بنګله دېش ترمېنځه مېچ كېږي

برمنګهم 01 جولائي (اے پي پي﴾ په دولسم آئي سي سي نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د هند او بنګله دېش ترمېنځه مېچ كېږي۔ دا مېچ به په برمنګهم كښې د پاكستان په وخت ماسپښين په دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ د هند لوبډلې په دې مېګا ايونټ كښې تر اوسه 7 مېچونه كړي دي چې پكښې پنځه ئې ګټلي دي او يوولس پوائنټس سره په په ټېبل په دوهم نمبر ده۔ د بنګله دېش لوبډلې ته سېمي فائنل ته رسېدو لپاره پاتې دواړه مېچونه ګټل ضروري دي۔ د بنګله دېش لوبډله 7 پوائنټس سره په ټېبل په شپږم نمبر ده۔