په دولسم نړيوال كركپ كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د سري لنكا او وېسټ انډيز ترمېنځه مېچ كېږي

چېسټرلي سټريټ 30 جون (اے پي پي) په دولسم نړيوال كركپ كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د سري لنكا او وېسټ انډيز ترمېنځه مېچ كېږي۔ د وېسټ انډيز لوبډله د وړاندې نه د ټورنامنټ نه بهر شوې او كه د سري لنكا لوبډلې دا مېچ بائيلو نو لوبډله به ئې د ناك آؤټ پړاؤ نه بهر شي۔ د سري لنكا لوبډلې ته سېمي فائنل ته رسېدو لپاره په دې مېچ كښې بريا لازمي ده۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سختې مقابلې توقع كولې شي۔