وړومبې پاکستان نېشنل ریټډ چیس چیمپئن شپ به (سبا) کېږي

اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) پنجاب چیس ایسوسی ایشن د سيورې لاندې او پاکستان چیس فیډریشن په مرسته وړومبې پاکستان نېشنل ریټډ چیس چیمپئن شپ به (سبا) د خالي په ورځ لاهور كښې كېږي۔ د ټورنامنټ چیف آرګنائزر محمد شفیق له مخې د چیمپئن شپ ټول انتظامات بشپړ كړې شوي او چیمپئن شپ كښې به د هېواد لوبغاړي برخه اخلي او د چیمپئن شپ په آخر کامیابی ترلاسه كونكو لوبغاړو له انعامات وركولې شي