رانچي 25 جون (اے پي پي) د هند په جاركهنډ ايالت كښې په ټرافيكي پېښه كښې 6 كسان مړه او 43 ژوبل شوي دي۔ د هند ځائي مېډيا له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په جاركهنډ كښې په ګړوه ولسوالې كښې د مسافرو ګاډې كندې ته پرېوتو۔ ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه روغتون ته رسول شوي دي۔