ګلګت 25 جون (اے پي پي) افغان سائيكلسټ محمد زمان وئيلي دي چې پاكستان لوبو لپاره ساز ګار هېواد دے٬ ټور ډي خنجراب سره به په پاكستان كښې د نړيوالو مقابلو ډاډګېرنه وشي٬ ايونټ لپاره په انتظاماتو كولو د پاكستان د سائيكلنګ فېډرېشن او د ګلګت د ځائي حكومت مننه كوو٬ِ بايد د نورو هېوادونو لوبډلې هم پاكستان ته راشي۔ په ټور ډي خنجراب كښې شامل افغان لوبغاړي اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې پاكستان د نړۍ ښكلې هېواد دے چرته چې دا لوي ايونټ كېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان قدرتي حسن لري۔ ده ووئيل چې د دې سفر نه ئې ډېر خوند اخيښتې٬ د دې ځائ خلق ډېر مېلمه پال دي۔ ده ووئيل چې تېر كال هم زمونږ لوبډلې په دې ايونټ كښې برخه اخستې وه۔ سږ كال په دې ايونټ كښې د سري لنكا لوبډله هم ګډون كوي او هيله ده چې په راتلونكي ايونټ كښې به نورې نړيوالې لوبډلې هم ګډون وكړي۔ ده ووئيل چې د ګلګت نه تر خنجراب پورې سيمه ډېره ښائسته ده او خلق ئې سېل كولو ته راځي۔