په دولسم آئي سي سي نړيوال كركټ كپ كښې به د پاكستان او د سوئيلي افريقې ترمېنځه مېچ ﴿نن﴾ كېږي

لندن 22 جون (اے پي پي) په دولسم آئي سي سي نړيوال كركټ كپ كښې به د پاكستان او د سوئيلي افريقې ترمېنځه مېچ ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ مېچ به د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ دواړو لوبډلو لپاره په ټورنامنټ كښې مخ په وړاندې تللو لپاره دا مېچ ګټل ضروري دي۔ په دې ايونټ كښې لس لوبډلې برخه اخلي چې پكښې 4 لوبډلې به سيمي فائنل ته رسي۔