
لندن ۔ 21 جون (اے پی پی) 12 م آئي سي سي يو ورځني نړيوال جام كركټ ټورنامنټ كښې پاكستانۍ كركټ لوبډله به خپل 6 م مېچ سبا د اتوار په ورځ د سوئيلي افريقې په ضد لندن كښې كوي د كوم لپاره چې قامي لوبډلې تيارې پېل كړې ۔ ګرين شرټس ته د نړيوال ټائټل په زغل كښې شاملېدو له به دا مېچ ضرور ګټل وي۔ بياهم تر سيمي فائنل رسېدو له به د سوئيلي افريقې په شمول څلورو واړو مېچونو كښې بريا ترلاسه كول وي۔ دواړو لوبډلو تر دې دمه يو يو مېچ ګټلې ۔ د نړيوال ټائټل په زغل كښې شامل پاتې كېدو له دواړو لوبډلو له دا مېچ