ساؤتھمپټن 09 جون (اے پي پي﴾ په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د سوئيلي افريقې او وېسټ انډيز ترمېنځه په ساؤتھمپټن كښې مېچ كېږي۔ دا به د دې مېګا ايونټ 15م مېچ وي۔ مېچ به د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ په دې نړيوال ټورنامنټ كښې به پاكستان خپل څلورم مېچ د جون په 12مه نېټه د نړيوال چېمپئن آسټراليا په ضد ټونټن كښې كوي۔ دا مېچ به هم د پاكستان په وخت ماسښپين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔