افغانستان په هېواد كښې بلائنډ كركټ پېل كولو لپاره د پاكستان نه مرسته وغوښته

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ افغانستان په هېواد كښې بلائنډ كركټ پېل كولو لپاره د پاكستان نه مرسته وغوښته٬ د افغانستان يو پلاوې به د پاكستان د بلائند كركټ كونسل اعلٰي چارواكو سره ملاقات كولو لپاره د روانې مياشتې په پاې كښې د پاكستان دوره كوي۔ د پاكستان بلائند كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه اے پي پي ته ووئيل چې د افغانستان د بلائنډ كركټ ډويلپمنټ ډائرېكټر صميم د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل سره تماس نيولې۔ ده ووئيل چې پاكستان په دې لړ كښې د بشپړه مرستې كولو باور وركړے۔ ده ووئيل چې د افغانستان لوبغاړو ته به په پاكستان كښې تربيه وركولې شي۔