
اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) وفاقی کابينې ددې عزم پخلې كړې دې چې څوك هم له قانونه بالاتر نشته۔ موجوده حكومت د قانون په عملدارۍ بشپړه باور لري۔ د اېسسټس رېکوری یونټ لخوا تصديق څخه وروستو شكايت د قانون وزارت ته لېږلې شوي۔ د قانون وزارت دوباره تصديق څخه وروستو سمري د كوډ آف كنډكټ ترمخه اولس مشر ته لېږلې ده۔ وفاقی کابینې د مخالفې ډلې او بار كونسلز د سياست پړقولو عمل غندنه كړې ده۔ د عدليه د شكايت اورېدنه عدليه كوي په دې كښې په عدليه بريد له كومې خوا راغلې دې۔ وفاقي كابينې د 2511 چائنیز ویزو په موده كښې د يو كال پراختيا ، د جامع بنوریه د غېر ملكي طالبعلمانو په اوورسټے د لګولې شوې جرمانې معاف كولو ٬ د کېش مېنجمنټ اېنډ ټریژری سنګل اکاؤنټ پالیسی 2019ﺀ، د راجہ جواد عباس د ترهګرۍ مخنيوي ادارې جج غوره كولو او د عتیق احمد د فېډرل بورد آف انټرمېډيټ اېنډ سېكنډري ايجوكېشن سېكتر تعينات كولو منظوري وركړه۔ كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 30 مئي 2019ﺀ غونډه كښې د شويو پرېكړو توثيق وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د كښې د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وفاقي كابينې د وزيراعظم عمران خان اوسنې د سعودي عربستان دورې او او آئي سي كښې د خطاب په مهال د كشمير او فلسطين د مظلوم اولس معاملې پورته كولو او د ځپلې طبقو وړاندې بوتللو له دده د عزم ستائنه وكړه۔ دې ووئيل د قانون وزارت لخوا كابينه د عدليه دوه معززو ججاج په اړه د رېفرنس تفصيلاتو څخه خبر كړې شوه۔ كابينې د دې خبرې پخلې وكړو چې موجوده حكومت د قانون په عملدارۍ بشپړه باور لري او په دې معامله كښې به هم دقانون عملدارۍ ته پام كولې شي۔ کابینې ته د غنمو د فصل او د اوسنيو بارانونو او طوفان په نتيجه كښې غنمو ته د رسېدلي زيان په اړه بريفنګ وركړې شو۔ كابينې ته ووئيلې شو چې د بارانو او طوفان دلاسه د غنمو پېداوار ته نزدې د 1.3 ملین ټن زيان شوې دې۔ كابينې ته ووئيلې شؤ چې سره د زيانه د روان كال په مهال به پېداوار 24.3 ملین ټنه پاتې كېږي۔ كابينې ته ووئيل شو چې كسانانو ته د من په سر د 1300 روپو څخه هم زيات رېټ وركړې شوې دې۔ دغسې د ګني سركاري رېټ د من په سر 180 روپۍ مقرر وو۔ ولې په اولني ځل كرونده ګرو ته سركاري رېټ څخه هم زيات وركړې شوې دې۔ كابينې د راجہ جواد عباس د ترهګرۍ مخنيوي ادارې جج غوره كولو او د عتیق احمد د فېډرل بورد آف انټرمېډيټ اېنډ سېكنډري ايجوكېشن سېكتر تعينات كولو منظوري وركړه۔ دغسې كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 30 مئي 2019ﺀ غونډه كښې د شويو پرېكړو توثيق وكړو۔ كابينې د پبلك فنانس مېنجمنټ بل هم اصولي منظوري وركړه۔ کابینې د منصوبه بندۍ وزارت ته هدايت وكړو چې د سي پېك بېلو منصوبوكښې پاكستاني وركرز او هنرمندو ته ددوئي د اهليت ترمخه د نوكرو وركول باوري كولو په لړ كښې دې باقاعده پالېسي جوړه كړې شي۔ كابينې د جامعه بنوريه په غېر ملكي طالبعلمانو د دوئي د وېزې مودې ختمېدو په نتيجه كښې د لګولې شوې جرمانې كومه چې څلور نيم لكه ډالره وه د معاف كولو منظوري هم وركړه۔ کابینې ته د سركاري املاك خرڅولو پحقله جوړ كړې شوې ماركيټنګ او كميونيكېشن ستراتېژي وړاندې كړې شوه۔ د كابينې غونډې په مهال وزیراعظم عمران خان د معذوره كسانو خېرښګړې باوري كولو لپاره د سماجي تحفظ او غربت خاتمې لپاره خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر ته په ترجيحي بنيادونو د ګامونو پورته كولو امر كړو٬ د غربت خاتمې او سماجي تحفظ لپاره جوړ كړې شوې ډويژن به په دې لړ كښې ټول موجوده او د سباٶن پاليسي اقدامات د “احساس” پروګرام په دائره كار كښې راوستلو لپاره تګلاره وضعه كوي٬ او دا ډويژن به د دې ډول خېرښګړې چارو لپاره د وفاقي او صوبائي ادارو ترمېنځه غوره اشتراك كار لپاره مركزي كردار لوبوي۔ د غونډې په مهال كابينې ته ووئيل شول چې معذوره كسانو لپاره په ملازمتونو كښې په دوه فيصده كوټه عملدرآمد باوري كولو سره سره دې په نوې پاكستان هاٶسنګ سكيم كښې هم دوه فيصده كوټه خاص كولو او معذوره كسانو ته دې د سماعت آلات ٬ وهيل چيئر٬ واېټ سټك او دغسې نور مرستياله آلات وېړيا وركړې شي٬ د صحت بيمه كارډ به هم معذوره كسانو ته وركول باوري كولې شي او د معذوره كسانو د تناسب پړتال لپاره به د ملګرو ملتونو د معيار له مخې طريقه كار وضعه كولې شي۔ د غونډې په مهال وزیراعظم ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې د خاص كسانو په لړ كښې رياست خپلې ذمه وارۍ نه دي ترسره كړې كومه چې ډېره د افسوس خبره ده٬ د اوسني حكومت دا وړومبۍ ترجيح ده چې د معذوره كسانو د تحفظ او خېرښګړي منصوبو ته بشپړه پاملرنه وكړې شي۔ کابینې ته ووئيل شول چې هېواد كښې په وړومبي ځل د روژه ماتي او پېشمني په وخت د تعطل نه غېر د برېښنا رسنه باوري كړې شوې٬ د اوسنيو شمېرو له مخې په 99.3 فيصده فيډرز په دواړو وختونو كښې لوډشېنډنګ نه كېږي٬ كابينې د برېښنا پرله پسې رسنې او د برېښنا غلا په ضد د كامياب كمپائن او ټرانسمېشن نظام كښې پرله پسې ښه والي لپاره په ګامونو پورته كولو د توان د وزير ستائنه وكړه۔ كابينه د حج پالیسۍ له مخې د ترلاسه شوې اضافې كوټې د تفصيلاتو نه خبر كړې شوه چې پكښې به 60 فيصده سركاري سيكم او 40 فيصده رجسټرډ نجي ټور اپرېټرز ته وركولې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وزیراعظم عمران خان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير ته امر كړې دې چې داسې مېكنزم جوړ كړې چې له مخې ئې ورك فورس ٬ انجينئرز او د تكنيكي پوهانو خدمات سي پېك لپاره واخستې شي٬ او يوازې ھغه پوهان د چين نه راوغوښتلې شي كوم چې پاكستان كښې موجود نه وي دغسې چې ځائي ورك فورس ته هم ګټه ترلاسه شي۔ وزیراعظم عمران خان د مذهبي چارو وزير ته امر وكړو چې د جامع بنوريه د غېر ملكي زده كوٶنكو د فهرست كره كتنه وكړي چې دا خبره باوري كړي چې د حكومت لخوا د جرمانې د معاف كولو ګټه يوازې اهل زده كوٶنكي پورته كړې شي او په نړيواله كچه هم د دې اقدام اعتراف پكار دې۔ وزیراعظم د بشري حقونو ٬ قانون او انصاف ٬ پارلماني چارو وزارتونو او د غربت تحفيف وژن ته امر كړې دې چې ھغوي د بجټ نه وړاندې معذورانو لپاره خاص پاليسي جوړه كړي دغسې چې دوئي ته هم آسانۍ ترلاسه شي۔ وفاقي كابينې د توان وزير عمرايوب ته په لوډشېډنګ فري روژه بشپړېدو مباركي وركړه۔ په دې موقع د توان وزير عمر ایوب ووئيل د واړه اختر په مهال به هم ګرد هېواد كښې لوډشېډنګ نه كېږي او دې سره سره قبائيلي سيمو ته هم لس ساعته د برېښنا وركولو پاليسۍ كښې د يوې مياشتې پراختيا شوې ده۔ وزیراعظم عمران خان وفاقي كابينې ته د واړه اختر مباركي وركولو سره دا باور وركړو چې د اختر په خوشحالو كښې دې بې وسه او مستحق هم ياد وساتلې شي۔ ډاكټر فردوش عاشق اعوان ووئيل د څو كالو راهسې د بند پاتې كېدو نه پس برټش اېئروېز پاكستان لپاره بيا خپل پروازونه پېل كړې دي٬ دا د وزیراعظم عمران خان په اقداماتو د اعتماد څرګندونه ده ٬ په نړيواله كچه د پاكستان په زړه پورې تشخص رامخې ته كېږي٬ دا تاثر زائل كېږي چې پاكستان يو سكيورټي رسك هېواد دې٬ پاکستان د سېلګرۍ هېواد ګرځولو لپاره ګامونه پورته كېږي ٬ د برټش اېئروېز د پرازونو پېل د باران وړومبې څاڅكې دې۔ وزیراعظم عمران خان امر وكړو چې د مذهبي چارو وزير دې د سعودي دوره وكړي او د حاجيانو د استوګنې دې خپله جاج واخلي۔ وزیراعظم عمران خان امر وكړو حاجياتو ته دې اضافې ټولې پېسې واپس وركړې شي ٬ دا د تبديلي حكومت واضح پاليسي ده او پخوانو واكمنو خو د حاجياتو احرامونه هم كرپشن زده كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت اړې ګړې نه غواري٬ د وكلاء ورورلۍ تور كوټ د آئين او قانون د پالنې نښه ده او دوي د آئين محافظ هم دي٬ ځينې وكيلان د آئين او قانون د ملګرتيا په ځائ بل اړخ ته ولاړ دي٬ د جوډيشل كونسل په معامله بار كونسل ته هم نه دې پكار ٬ حكومت يو غېر آئيني يا غېر قانوني كار نه دې كړې٬ د قانون او انصاف وزارت دې وكلاء ورورولۍ او شراكت دارو سره په ګډه ناسته وكړي او د دوي خبرې دې واوري۔