د پاكستان او سري لنكا انډر 19 كركټ ډلو درېم ون ډے مېچ(نن)كېږي

همبنټوټا 30 مئی (اے پی پی)د پاكستان او سري لنكا انډر 19 كركټ ډلو ترمينځه پنځو ورځنو ميچونو سيريز كښې درېم مېچ(نن)د جمعې په ورځ كېږي۔د دواړو ډلو ترمينځه د پنځو ميچونو سيريز1-1 څخه برابر دے ۔سري لنكا انډر19 ډلې پاكستان انډر19 تله په وړومبي ورځني يو مېچ كښې په 26 رنز ماتې وركړې وه او دوهم يو ورځني مېچ كښې پاكستاني ډلې سري لنكا ته په 3 وكټو ماتې وركولو سره سېريز په 1-1 برابر كړې ۔د دواړو ډلو ترمينځه په درېم مېچ كښې د سختې مقابلې هيله ده