اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) چينائي اولس مشر وانګ كي شن ته د پاكستان تر ټولو اعلی سول ايوارډ نشان پاكستان وركړې شو۔ د نشان پاكستان وركولو دستوره ايوان صدر كښې وشوه۔ د دستورې پېل د قرآن كريم تلاوت او قومي سرود غږولو څخه وشو۔ وروستو اولس مشر د پاك چين اړيكو ودې له د چينائي دوهم اولس مشر د خذماتو په اعتراف كښې ده ته نشان پاكستان ايوارډ وركړو۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن ٬ وفاقي وزيران ٬ د وسله والو ځواكونو اعلی چارواكي ٬ د قومي اسمبلۍ او د چينائي پلاوي غړي هم موجود وو۔ د چين دوهم اولس مشر د پاكستان په دوره راغلې دې۔ دې به د خپلې دورې په مهال اولس مشر ٬ وزيراعظم او نورو اعلی عهدېدارو سره ملاقاتونه كوي۔