سمندري طوفان”فاني”له امله په هند او بنګله دېش كښې د مړو شمېره 77 ته رسېدلې

نوې ډېلۍ 13 مئی (اے پی پی)ختيز هند او بنګله دېش كښې د راغلې سمندري طوفان فاني په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 77 ته رسېدلې۔چارواكو د ګل په ورځ وئيلي دي چې د دې قدرتي آفت له امله په هند كښې 64 او بنګله دېش كښې 13 كسان مړه شوي۔”فاني”نومې طوفان د مئي په درېمه نېټه ختيز هند اړيسه رياست كښې سخته تباهي خپره كړې۔دا د تېرو 43 كلونو په مهال د ګرمۍ په موسم كښې ساحلي سيمو سره ټكر كېدونكې وړومبې سمندري طوفان وو