هند كښې د سمندري طوفان دلاسه د مړو شمېره 41 ته ورسېده ٬ په زرګونو ځناور مړه

نوې ډيلې ۔ 11 مئی (اے پی پی) هند كښې تېره اونۍ د راغلې سمندري طوفان په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 41 ته رسېدلې ده۔ د هندوستان ټائمز راپور ترمخه د سمندري طوفان دلاسه په بھو بنسوار ښار كښې د كسانو مړه كېدو نه وروستو په صوبه كښې په مجموعي توګه د مړو شمېره 41 شوې ده۔ د طوفان په نتيجه كښې 17 زره 280 ځناور مړه شوي او 14 زره 835 كليو ٬ سړكونو ٬ د برېښنا او ټېلېفون تارونو ته زيان رسېدلې دې۔ بېړني صورتحال سره د اړوندو چارواكو وېنا ده چې تر ټولو زيات مالي زيان ټولې سيمې ته رسېدلې او صوبه كښې د روغتيا زر څخه زيات مركزونه او نزدې 6 زره سكولونه هم ځپلې شوي دي